سیګار: طالبانو د بهرنیو مرستو د وېش په پروسه کې مداخله کړې ده

سیگار: طالبان در روند توزیع کمک‌های خارجی مداخله کرده‌اند

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د ویش په پروسه کې مداخله کړې او د دې مرستو د ویش کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

د راپور له مخې، طالبانو په ځینو قضیو کې مرستندویه سازمانونه اړ کړي چې یوازې هغه اشخاصو ته مرستې ورسوي چې د دوی ډلې لخوا تصویب شوي وي.

دې مداخلې شفافیت کم کړی او نړیوالو مرستو ته د خلکو په لاسرسي کې نابرابري رامینځته کړې ده.

په ورته وخت کې، ځینو نړیوالو بشري سازمانونو ویلي چې د طالبانو محدودیتونو د مرستو ویش ورو کړی دی.

بیشتر بخوانید:  پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه