سیګار: د افغانستان د بیا رغونې په بهیر کې ۲۹ میلیارده ډالر ضایع سوي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) اعلان کړی چې د شلو کلونو د بې‌پایلې حضور پر مهال د افغانستان د بیا رغونې لپاره له لګول سویو ۱۴۴ میلیارده ډالرو څخه نږدې ۲۹ میلیارده ډالر د پروژو د کمزورې اجرا او ناسمو مدیریتي چارو له امله ضایع سوي دي.
سیګار: د افغانستان د بیا رغونې په بهیر کې ۲۹ میلیارده ډالر ضایع سوي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) اعلان کړی چې د شلو کلونو د بې‌پایلې حضور پر مهال د افغانستان د بیا رغونې لپاره له لګول سویو ۱۴۴ میلیارده ډالرو څخه نږدې ۲۹ میلیارده ډالر د پروژو د کمزورې اجرا او ناسمو مدیریتي چارو له امله ضایع سوي دي.

جان سوپکو، د سیګار پخواني مشر، د دغې ضایع سوې بودجې بېلګې وړاندې کړې دي؛ له هغې ډلې د ایټالیا څخه د ۴۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰ الوتکو پېرود، چې هېڅکله الوتنه ونه کړه، د برېښنا د هغو فابریکو جوړول چې د برېښنا له شبکې سره ونه نښلول سوې، له کافي څارنې پرته قراردادیانو ته پیسې ورکول، او د سړکونو او بنسټیزو پروژو نیمګړې پاتې کېدل چې ډېر ژر زیانمنې سوې.

هغه ټینګار کړی چې دغه ډول ضایع کېدنې د بیا رغونې د پروژو په مدیریت کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ښيي او دا ثابتوي چې د پانګونې یوه لویه برخه بې‌پایلې پاتې سوې ده.

سیګار، چې د افغانستان د بیا رغونې د پروژو د څار او ارزونې مسؤلیت لري، تر دې وړاندې هم څو ځله د ځینو پروژو د ناکامۍ په اړه خبرداری ورکړی او د لګښتونو او پایلو په اړه یې تفصیلي راپورونه خپاره کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x