د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) وايي، امریکا په افغانستان کې د فساد په خپریدو کې مرسته کړې او ډیرې پیسې یې له لاسه ورکړې دي. جان سوپکو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش – سیګار د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۹مه، په یو انسټیټیوټ کې وویل، چې امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور په ترڅ کې ډېرې پیسې له لاسه ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ: «موږ نه یوازې په افغانستان کې ډېرې پیسې له لاسه ورکړې، بلکې په فساد کې مو هم ونډه درلوده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5268
۱ کال پیش
شماره خبر 5268
منتشر شده در ۱۵:۲۰ - سرطان ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email