سیما سمر: د افغانستان د نن ورځې ارامي، د هدیرې ارامي ده

سیما سمر، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره، په یوې تازه مرکه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسنی وضعیت «د هدیرې ارامي» سره ورته بللي او ویلي یې دي:کېدای سي نن سبا چاودنې لږې وي، خو دا ارامي د هدیرې ارامې ته ورته ده؛ هغه ځای چې څوک هلته اعتراض نه سي کولای.
سیما سمر: د افغانستان د نن ورځې ارامي، د هدیرې ارامي ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سیما سمر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره، په خپلې تازه مرکه کې د ګارډین ورځپاڼې ته خبرداری ورکړی چې نړیوالې ټولنې له افغانستانه خپله پاملرنه اړولې ده، او دا بې‌توجهي نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکې پایلې درلودلی سي.

مېرمن سمر چې دا مهال په تبعید کې ژوند کوي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسنی وضعیت «د هدیرې ارامي» بللې او ویلي یې دي: «کېدای سي نن سبا چاودنې لږې وي، خو دا ارامي د هدیرې ارامې ته ورته ده؛ هغه ځای چې څوک اعتراض نه کوي.»
هغې په دې مرکه کې ټینګار کړی چې د اعتراض یا تاوتریخوالي نشتوالی د سولې یا د خلکو د خوښۍ مانا نه لري، بلکې دا د زور، وېرې او جبري چوپتیا هغه فضا ښيي چې پر هېواد حاکمه سوې ده.

سیما سمر همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې او لږکي، هېر نه کړي او د بشري حقونو او دیموکراسۍ د ملاتړ په برخه کې خپل رول ادا کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x