سید مسعود کریمي د تکواندو نړیوالو داورانو له ډلې سره یوځای سو

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون اعلان کړی چې سید مسعود کریمي، د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې پخوانی کپتان، د تکواندو نړیوالو داورانو له کمېټې څخه د نړیوالې داورۍ رسمي سند تر لاسه کړی دی.
سید مسعود کریمي د تکواندو نړیوالو داورانو له ډلې سره یوځای سو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون اعلان کړی چې سید مسعود کریمي، د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې پخوانی کپتان، د تکواندو نړیوالو داورانو له کمېټې څخه د نړیوالې داورۍ رسمي سند تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون ویلي چې ښاغلی کریمي، چې تر دې وړاندې یې د خپلو سیالانو په ماتولو سره د نړۍ د مخکښو سیالیو اتلولي هم ګټلې وه، اوس په رسمي ډول د تکواندو نړیوالو داورانو په کتار کې شامل سوی دی.

د تکواندو ملي فدراسیون دا لاسته‌راوړنه د افغانستان لپاره د دې ورزش د ودې او نړیوال اعتبار په لور یو مهم او ارزښتناک ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې په نړیوالو کچو کې د افغان ورزشي څېرو حضور کولی سي د راتلونکو افغان تکواندوکارانو د مسلکي ودې لپاره زمینه برابره کړي.

سید مسعود کریمي د تېرو دوو لسیزو په جریان کې د افغانستان د تکواندو له مخکښو او وتلو څېرو څخه ګڼل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x