سید سکندر حسيني بامداد: زما نیول یوه غلط فهمی وه

سید سکندر حسيني بامداد، د افغانستان پېژندل سوی شاعر او لیکوال، چې د طالبانو د استخباراتو لخوا د ۱۱ ورځنې بند وروسته آزاد سو، وویل چې نیول کېدل یې د فرهنګي چارو په اړه د یو سوتفاهم له امله وو او د فرهنګپالو او خلکو له پراخ یووالی څخه یې مننه وکړه.
سید سکندر حسيني بامداد: زما نیول یوه غلط فهمی وه

سید سکندر حسيني بامداد، د هېواد مشهور شاعر او لیکوال (او فرهنګي فعال)، د طالبانو د استخباراتو له‌ خوا د یولس ورځني بند له خلاصون وروسته، په یوه پیغام کې د فرهنګيانو، د قلم څښتنانو او خلکو له پراخ ملاتړ څخه قدرداني کړې ده.

هغه په خپل پیغام کې لیکلي: «د هېواد د ارزښتمنې فرهنګي ټولنې، شاعرانو، لیکوالانو، عالمانو، فکري شخصیتونو، رسنیو، ګرانو ملګرو او هر هغه دوست ته چې په دې یولسو ورځو کې زما په اړه اندېښمن وو، درناوی او مننه وړاندې کوم… دا څو کلمې د دومره مېنې، محبت او درناوي د ځواب لپاره بسنه نه کوي.»

حسيني بامداد د خپل نیول کېدو لامل د فرهنګي مسایلو او د فردوسي عامه کتابتون د عامه خدمتونو په اړه یو «سوءتفاهم» بللی او زیاتوي: «د ځواب ویلو او د سوءتفاهم د رفع کولو لپاره مې یولس ورځې د طالبانو په استخباراتو کې تېرې کړې.»

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې په دې موده کې هغه ته «هیڅ ډول ازار او اذیت» نه دی رسیدلی او لیکلي یې دي: «د استخباراتو (طالبانو) مامورینو له ما سره په درناوي چلند وکړ چې دلته یې مننه ضروري بولم.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x