د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع یو شمېر غړو ګوندونو او سیاسي جریانونو په ګډه اعلامیه کې د تازه رامنځته سوې ډلې «ملي همغږۍ» سره د دې مجمع ګډون رد کړی دی. دغو ګوندونو ویلي چې د ملي همغږۍ اعلامیه د ملي مجمع د رهبرۍ شورا له خبرتیا، ګډون او پرېکړې پرته خپره سوې ده.
د اعلامیې لاسلیک کوونکو روښانه کړې چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع، د خپل منشور له مخې، د هېواد د سیاسي ګوندونو، شخصیتونو او بهیرونو د همغږۍ لپاره د هر اغېزناک اقدام هرکلی کوي، تر څو له روان بحراني وضعیت څخه د وتلو لاره هواره سي؛ خو دوی ویلي چې نه د «ملي همغږۍ اعلامیې» اړوندو خبرو اترو کې شامل وو او نه هم د دې اعلامیې د متن د چمتو کولو په بهیر کې ترې خبر اخیستل سوی دی.
د دغو ګوندونو په وینا، له شلو څخه زیاتو سیاسي ګوندونو او جریانونو دا اعلامیه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان ملي اجماع، د شمال ساتونکو غورځنګ، د افغانستان نوې خوځښت، د افغانستان د ملي انسجام ګوند، د افغانستان د خلکو متحد ګوند، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند، د افغانستان د خلکو د پیوستون ګوند، د افغانستان د خلکو د همدردۍ ګوند او د افغانستان د جنګیالیو سازمان د دې اعلامیې له لاسلیک کوونکو څخه دي.
په اعلامیه کې همداراز ویل سوي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع پرېکړې یوازې د دې مجمع د رهبرۍ شورا له لارې رسمي بڼه مومي؛ په داسې حال کې چې یاده شورا نه د دې موضوع په اړه خبره سوې او نه یې کومه پرېکړه یا فیصله کړې ده. د لاسلیک کوونکو په خبره، د ملي مجمع نوم د اعلان سوي «ملي همغږۍ» له بهیر سره تړل ناسم کار دی.
دغه ګوندونه او سیاسي بهیرونه همداراز ټینګار کوي چې د طالبانو مخالفان باید د ګډ کار وړتیا د یوه پراخ، ټولشموله او د باور جوړونې پر بنسټ ولاړ بهیر په چوکاټ کې وښيي؛ داسې بهیر چې وکولای سي له روان بحران څخه د وتلو او دوامدارې سولې ته د رسېدو لار هواره کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې هغه سیاسي بهیرونه چې جامعیت او شفافیت ونه لري، نه سي کولای د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره ګټور واقع سي او نه هم د خلکو په منځ کې هیله رامنځته کړي.
همداراز، د اسلامي جمعیت ګوند د صلاحالدین رباني په مشرۍ، د دې ائتلاف پر وړاندې په اعتراض کې، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت له شورا څخه خپل غړیتوب لغوه کړ. ښاغلي رباني وویل چې د تېرو ناکامو تجربو د تکرار او د لنډمهالو ائتلافونو د جوړېدو له امله، له دې شورا څخه ووت.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سیاسي څېرو، لکه احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، اسماعیل خان، حنیف اتمر، یونس قانوني، محمد محقق او عطامحمد نور، د قوس په ۱۸مه د «ملي همغږۍ» د اعلامیې په خپرولو سره، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د سولې لپاره د بینالافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده.




