سږ کال به په ژمي کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ پلور کېږي

سږ کال به په ژمي کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ پلور کېږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ټاکل  شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه چې د را روان ژمي پر مهال په کابل ښار کې د سون توکو بیو د کنټرول په موخه لازم اقدامات وکړي.

د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د کابل ښار په څلورو سیمو کې به ۴۰۰زره  ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای او هېوادوالو ته به ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

یادې کمېټې ویلي چې په بازار کې د ډبرو سکرو د بیې او وېش چارو څارنه به کابل ښاروالي کوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د اوبلن ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي زېرمې درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او تیلو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمیټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم نیول شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د سویلي کوریا د دیموکراتیک ګوند مشر لی جی میونګ د بوسان په ښار کې په چړې وهل شوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x