سویلي آفریقا روسیې ته د وسلو د لېږد په اړه د امریکا تورونه رد کړل

سویلي آفریقا روسیې ته د وسلو د لېږد په اړه د امریکا تورونه رد کړل

په سویلي آفریقا کې د امریکا سفیر روبین بریګیتي د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د روسیې یوې کښتۍ د دسمبر په میاشت کې له سیمونز تاون اډې څخه وسلې لېږدولي، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې د پریتوریا د بې طرفۍ له دریځ سره اړخ نه لګوي.

لویدیځ دیپلوماتان هم د سویلي آفریقا په اړه اندېښمن شوي، چې سږکال له روسیې او چین سره سمندري روزنیزې هڅې ترسره کوي.

سویلي آفریقا په دې وچه کې د روسیې یو متحد پاتې شوی دی.

کرملین ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې پر ورځ د جنوبي آفریقا له ولسمشر سیریل رامافوزا سره په تیلیفوني خبرو کې د اوکراین د شخړې په اړه خبرې وکړې

د رامافوزا دفتر د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې د یو متقاعد قاضي په مشرۍ تحقیقات به د امریکا تورونه وڅېړي. د جمعې پر ورځ، د وسلو د څارنې  وزیر او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، سویلي آفریقا د دسمبر په میاشت کې روسیې ته د وسلو لیږد تصویب نه‌کړ.

د سویلي آفریقا دفاع وزارت د جمعې پر ورځ ویلي، چې په دې اړه څېړنې به د حکومت پوښتنو ته وړاندې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له پاندور سره تیلیفوني خبرې وکړې او د روغتیا ، سوداګرۍ او انرژي په ګډون د ګډو لومړیتوبونو په اړه یې همکاري تکرار کړه.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۱۵ تنه اعلان کړ

واشنګتن ویلي؛ هغه هېوادونه، چې له روسیې مادي ملاتړ کوي ممکن د امریکا بازارونو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

د سویلي آفریقا اپوزیسیون وېره لري، چې د یو شمېر صادراتي توکو بازار به له لاسه ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x