سويس يو افغان مجرم کډوال بیرته افغانستان ته وليږدوي

د سويس د مهاجرت اداری اعلان کړی چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې، يو افغان کډوال چې په مشخص جرم محکوم سوی وو، بیرته افغانستان ته لیږدول سوي دي.
سويس يو افغان مجرم کډوال بیرته افغانستان ته وليږدوي

د معمار خبری آژانس راپور له مخی، د سويس د مهاجرت اداری اعلان کړی چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې، يو افغان کډوال چې په مشخص جرم محکوم سوی وو، بیرته افغانستان ته لیږدول سوی دي.

د سويس د مهاجرت ادارې په وينا، دغه کس د جرم ترسره کولو له کبله د ایستلو په پرېکړه محکوم سوي او د هغه بيرته لېږدول د دغه هېواد د کورنیو قوانينو سره سم او د امنيتي شرايطو په پام کې نيولو سره ترسره سوي دی.

د سويس د مهاجرت اداری د دغه کس د پېژندګلوۍ، د نيولو ځای او د دوسیې د دقیقو جزئیاتو افشا کولو څخه ډډه کړې، خو ويلي دي چې د هغه بيرته لېږل د مجرمو کډوالو د چلند د پاليسۍ يوه برخه ده.

په همدې حال کې، د افغان کډوالو بيرته لېږدول د ځينو بشري حقونو بنسټونو له خوا تر نیوکې لاندی راغلی او د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د راستنيدونکو د امنيت په اړه اندېښنې راپورته کړی دی .

خو د سويس چارواکي ټینګار کوي چې په پرېکړو کې یی امنيت او حقوقو ارزونې په پام کې نيول کيږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x