سوله‌ایکس؛ د افغانستان د انجونو د زده‌کړې لپاره یوه نوې لار

په داسې حال کې چې لا هم د شپږم ټولګي نه لوړ د انجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي، یو نوې تعلیمي نوښت د «سوله‌ایکس» په نامه هڅه کوي چې د واتساپ له لارې د افغان انجونو د زده‌کړې هیله ژوندۍ وساتي.
سوله‌ایکس؛ د افغانستان د انجونو د زده‌کړې لپاره یوه نوې لار

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انجونو پر زده‌کړه پراخ محدودیتونه دوام لري، د «سوله‌ایکس» په نامه یوه آنلاین تعلیمي مرکز اعلان کړی چې د انجونو لپاره د زده‌کړې فرصتونه دننه او بهر له هېواده برابروي.

دغه ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سوله‌ایکس پلیټ‌فارم د واتساپ له لارې د لاسرسی وړ دی او تازه یې د اتم ټولګي مضامین هم وړیا زده‌کوونکو ته وړاندې کړي دي. شبانه بسیج راسخ، د دې پروګرام بنسټ‌ګر او مسؤل، په یوې وینا کې ویلي چې د دې مرکز تعلیمي محتوا د افغانستان د تعلیمي نصاب پر اساس ډیزاین سوې او اصلي موخه یې دا ده چې د هغو انجونو لپاره چې له رسمي زده‌کړې محرومې دي، باکیفیته او د لاسرسي وړ زده‌کړه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې سوله‌ایکس د ساده وسایلو لکه واتساپ او د ډاونلوډ وړ فارمتونو په کارولو سره هڅه کوي چې د زده‌کړې پر مخ موجود خنډونه کم کړي او افغان انجونې د زده‌کړې په لاره کې وساتي. په داسې شرایطو کې چې د شپږم ټولګي نه لوړو انجونو ته ښوونځي ته تګ منع سوی، نوښتونه لکه سوله‌ایکس د محدودیتونو په تیاره کې یوه روښانه هیله ګڼل کېږي؛ یوه لار د زده‌کړې د دوام، مدني مقاومت، او د زده‌کړې او پوهې د هیلو د ژوندۍ ساتلو لپاره د محرومو انجونو په زړونو کې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x