سور صلیب: د افغانستان نیمايي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

د سور صلیب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه، چې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه کسان کېږي، په ۲۰۲۵ کال کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لرله او لا هم ورته اړتیا لري.
سور صلیب: د افغانستان نیمايي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د سور صلیب نړیوالې کمېټې د دوشنبې په ماښام (د جدې لومړۍ نېټه) په خپور کړي راپور کې خبرداری ورکړی، چې د اقتصادي بحران دوام، طبیعي افتونه، اقلیمي بدلونونه، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او پراخه بې‌کاري، افغان کورنۍ له سختو شرایطو سره مخ کړې دي.

د راپور له مخې، اوسنی وضعیت تر ټولو ډېر پر زیانمنو ډلو اغېز کړی، چې پکې د خوارځواکۍ ښکار ماشومان، میندې، زاړه کسان، معلولیت لرونکي وګړي، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ او ورځني مزدوران شامل دي.

سور صلیب زیاتوي، چې د ملاتړ کوونکو بنسټونو د نشتوالي او د کورنیو د مقابلې وړتیا د کمزورېدو له امله، دغه ډلې له ناڅرګند او نازک حالت سره مخ دي.

دغه نهاد همدارنګه ویلي، چې طبیعي افتونه او د نفوس پراخ بې‌ځایه کېدل، په ځانګړي ډول په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل، پر روغتیايي خدمتونو، د اوبو، خوړو او ټولنیز ملاتړ پر وړاندې کوونکو بنسټونو دروند فشار راوستی دی؛ دا فشار تر ټولو ډېر په سرحدي ولایتونو کې محسوس سوی دی.

په ورته وخت کې، د نړیوالو بنسټونو تازه ارزونې ښيي چې سره له دې چې د افغانستان اقتصاد یو څه محدوده وده کړې، خو د خلکو پراخه زیان‌مننه لا هم پر خپل ځای پاتې ده. نړیوال بانک ویلي، چې دغه اقتصادي وده نه ده توانېدلې د خلکو د ژوند په شرایطو کې د پام وړ ښه والی راولي.

له بلې خوا، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د پېر ځواک کمېدل او د خوړو ناامني زیاتېدل، په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره، د افغانستان د معیشت پر وړاندې په اصلي ننګونه بدلې سوې دي. د دې بنسټ په وینا، اقتصادي بې‌ثباتي، د بشردوستانه مرستو کمښت، وچکالي او د بېرته راستنېدونکو کډوالو څپې، دغه وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x