د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، کاتارینا ریتز، د سور صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې په افغانستان کې ویلي دي چې د جګړې پاتې چاودېدونکي مواد لا هم د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی، او دا اداره د زدهکړو او پوهاوي له لارې هڅه کوي د خلکو ژوند وژغوري. اغلې ریتز د عقرب په ۲۱مه نېټه په خپل اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي: «د جګړې پاتې سویو چاودېدونکو موادو لا هم د افغانستان سیمهییزې ټولنې له خطر سره مخ کړې دي.»
نوموړې زیاته کړې، د سور صلیب نړیوالې کمېټې د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له پاتې سویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو، د خوندي چلند او لومړنیو مرستو په اړه ښوونیز پروګرامونه ترسره کړي، چې له مخې یې شاوخوا ۳۰۰ ماشومان، کروندګر او ښوونکي د ځان او نورو د خوندیتوب په اړه روزل سوي دي.
د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، نږدې ۱.۲ میلیونه متره مربع د افغانستان خاوره لا هم له ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو ډکه ده، یو خطرناک وضعیت چې د هېواد د خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو او کروندګرو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.



