په حمص کې د سوریې په جومات کې چاودنه، هغه هم د جمعې د لمانځه پر مهال، یوازې یوه محدوده امنیتي پېښه نه ده، بلکې د ژورې بېثباتۍ د دوام نښه ده چې له کلونو راهیسې سوریه ورسره لاساوګرېوان ده. د مذهبي او د علوي لږکي پورې تړلي موخه ټاکل، هغه هم په عبادي فضا کې، ښيي چې د دې برید تر شا ولاړ کسان تر هر څه زیات د فرقهيي درزونو د بل ساتلو او د ټولنیزې وېرې د بیا تولید په لټه کې دي؛ هغه درزونه چې د سوریې د بحران له پیله د استازي او له منځه وړونکي جګړې له اصلي وسیلو څخه ګڼل سوي دي.
په وروستیو کلونو کې، که څه هم د پراخو پوځي جګړو کچه راټیټه سوې، خو د ناامنۍ بنسټونه لا هم له منځه نه دي تللي. د تکفیري ډلو حضور او تحرک، د ترهګریزو پټو شبکو فعالیت او د بهرنیو لوبغاړو پورې تړلې ډلې، لا هم د سوریې د کورني ثبات لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. دا ډلې معمولاً په حساسو پړاوونو یا په هغو سیمو کې چې ځانګړی مذهبي جوړښت لري، بریدونه ترسره کوي، څو هم خپل ایډیولوژیک پیغام ورسوي او هم د امنیتي جوړښتونو ناکارندتیا روښانه کړي.
په همدې حال کې، د مرکزي واکمنۍ کمزوري چې نه سي کولای پر ټولو سیمو بشپړ کنټرول ولري، د بهرنیو فشارونو او پرلهپسې د اسرائیلو د بریدونو سره یو ځای، ماتیدونکې امنیتي وضعیت لا پسې سخت کړی دی. کله چې د دمشق حکومت له اقتصادي بحران، بنسټیزې ستړیا او بهرنیو ګواښونو سره یو وخت مخ وي، افراطي ډلې فرصت پیدا کوي چې بیا ځانونه راژوندي کړي او له امنیتي تشو ګټه واخلي. دا وضعیت، په ځانګړي ډول د مذهبي لږکیو لپاره، چې تل د فرقهيي تاوتریخوالي په نښه کې پاتې سوي، لا ډېر د اندېښنې وړ دی.
په ټوله کې، که څه هم سوریایي چارواکو دا پېښه یو ترهګریز عمل بللی، خو له داسې پېښو سره اغېزمنه مقابله یوازې د امنیتي لارو ممکنه نه ده. د ټولنیز باور بیا رغونه، د فرقهيي تاوتریخوالي کمول، د بهرنیو لاسوهنو مهارول او د واکمنۍ د اغېزمنتیا پیاوړتیا هغه بنسټیز شرطونه دي چې پرته له دې به د تاوتریخوالي کړۍ همداسې تکرارېږي؛ حتی که د هر برید عاملان وپېژندل سي او یا له منځه یووړل سي.



