سمیع سادات: د ملي اردو نشتوالی اوس په یوه سیمه‌ییز بحران بدل سوی

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې امنیتي کړکېچونه ورځ تر بلې زیاتېږي، سمیع سادات، خبرداری ورکړی چې د ملي اردو نشتوالی په تدریجي ډول د یو سیمه‌ییز بحران بڼه غوره کړې او اوس د سیمې هېوادونه د دې پایلې احساس کوي.
سمیع سادات: د ملي اردو نشتوالی اوس په یوه سیمه‌ییز بحران بدل سوی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې امنیتي کړکېچونه ورځ تر بلې زیاتېږي، سمیع سادات، د افغانستان د ملی اردو پخوانی قومندان، خبرداری ورکړی چې د ملي اردو نشتوالی په تدریجي ډول د یو سیمه‌ییز بحران بڼه غوره کړې او اوس د سیمې هېوادونه د دې پایلې احساس کوي. سمیع سادات ویلي چې د افغانستان د ملي اردو له منځه تلل د ترهګرۍ د پراخېدو، بې‌ثباتۍ او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو لامل سوی دی.

نوموړي د ملي اردو د پخواني رول په یادولو سره ویلي: «ټوله سیمه د طالبانو له شتون څخه کړېدلې ده. افراط‌پالنه ورځ تر بلې ډېریږي او د هېوادونو اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی.» سادات زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه باید طالبان د خپل ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ وبولي او د دې ډلې ملاتړ ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د ده په وینا، د سیمې ناامني او د ترهګرۍ پراختیا لومړی پاکستان ته زیان رسولی او وروسته به نورو هېوادونو ته هم وغځېږي. دغه پخواني پوځي چارواکي ټینګار وکړ چې د افغانستان پخواني حکومت څو ځل له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د طالبانو ملاتړ ودروي، خو اسلام‌آباد هېڅکله دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

سادات په خپل پیغام کې همدارنګه لیکلي دي: «پاکستان شل کاله د طالبانو ملاتړ وکړ، خو اوس دا ډله نه‌یوازې دا چې د (TTP) د ګواښونو په مهارولو کې مرسته نه کوي، بلکې د پولو په اوږدو کې د بې‌ثباتۍ نوې سرچینه ګرځېدلې ده.» هغه زیاته کړه چې، سره له دې چې طالبان له پاکستان سره تاریخي نږدېوالی لري، هند په وروستیو کلونو کې خپلې اړیکې له طالبانو سره په کابل کې پراخې کړې دي؛ هغه اقدام چې د اسلام‌آباد اندېښنه یې راپارولې او سیمه‌ییزې سیالۍ یې لا پسې تندې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x