د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې اعلان وشو چې د ازبکستان تاریخي ښار سمرقند د ۲۰۲۵ کال لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه غوره شوی دی.
د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) وویل چې د دې غونډې لپاره ځانګړي پروګرامونه به د سې شنبې په ورځ، د جوزا په ۷مه پیل شي او د ازبکستان د کلتور وزارت سره په همکارۍ به د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې دوام وکړي.