سعودي عربستان نور پر پاکستان خام تیل په پور باندې نه پلوري

سعودي عربستان نور پر پاکستان خام تیل په پور باندې نه پلوري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د حکومت د کابینې په غونډه کې په پور باندې د خام تیلو د خرڅولو په اړه د سعودي عربستان د نه منلو په موضوع خبرې وشوې. په ۱۹۹۸، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې سعودي عربستان د اقتصادي ستونزو او د بهرنیو اسعارو او مالي منابعو له کمښت څخه د وتلو لپاره پر پاکستان د میلیاردونو ډالرو تیل په پور باندې پلورلي وو. خو پاکستان و نه شو کړای چې خپل مکلفیتونه پوره کړي او د پلورل شویو تېلو پیسې بېرته ورکړي، چې په پایله کې یې سعودي عربستان هم د یوې لویې برخې له اخیستو ډډه وکړه. ظاهراً سعودي عربستان د دغو تړونونو پر وړاندې له پاکستان څخه کومه غوښتنه نه کوي، خو پاکستان په اسلامي نړۍ کې د ځواکمن پوځ د لرلو له امله د سعودي لپاره ډېر مهم دی. په هرصورت، د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خپل ساحه لري. د روان کال په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې تبادلې وشوې. د دغو سفرونو په پایله کې سعودي عربستان ژمنه وکړه چې په لومړي پړاو کې به ۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي. سعودي عربستان پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په پاکستان کې ۲۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

بیشتر بخوانید:  د کابل او بیجینګ ترمنځ مستقیمې الوتنې بیا پیل شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x