د معمار پرس د خبر له مخې: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دغه څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې چی افغانستان د ترهګرۍ ګواښ ته په پام سره په انزوا کې نه شي پاتې کېدای. فیصل ټینګار وکړ چې ریاض د افغانستان امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دی. د هغه په وينا، اقتصادي ثبات او پرمختګ په هغه چاپېريال کې ممکن دی چې سياسي او ټولنيز ثبات ولري. تر دې وړاندې په کابل کې طالب چارواکو ویلي وو چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. طالبانو هم ویلي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10725
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10725
منتشر شده در ۱۳:۰۹ - میزان ۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email