سرچینې: سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت څخه استعفا ورکړه

سرچینې: سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت څخه استعفا ورکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ هندي رسنیو راپور ورکړی چې سراج الدین حقاني، چې د طالبانو یو مهم کس او د حقاني شبکې مشر دی، د کورنیو چارو وزارت کې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د راپور له مخې، د حقاني استعفا د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سره د سختو اختلافاتو پایله وه.

د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د پالیسیو سخت منتقد و، او د ښځو د زده کړې په بندیز، د طالبانو د بهرني سیاست او د ډلې د حکومتولۍ په سټایل یې جدي نیوکې کړې دي.

هغه له بهرني سفر څخه تر راستنېدو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.

کارپوهان په دې باور دي چې دا استعفا د طالبانو د داخلي کړکېچ نښه ده.

بیشتر بخوانید:  د اروپايي ټولنې او نړیوال بانک چارواکو له افغان سوداګرو سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه