د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچينې د قوس په ١٤مه، تاييد کړه چې منيژه صديقي له پلچرخي زندان څخه خپلې کورنۍ ته زنګ وواهه او د ځان د ژغورلو لپاره يې ژړل او د مرستې غوښتنه يې وکړه. په ورته وخت کې سرچینې د ژولیا پارسي د جدي روغتیايي وضعیت په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې طالبانو تېره اوونۍ د امنیتي ځواکونو روغتون ته انتقال کړې وه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو يوه اوونۍ وروسته دغه ښځينه لاريون کوونکي د دې ډلې د استخباراتو د څلوېښتمې لوا زندان ته لېږدولي دي. دا مهال ندا پرواني او پاریسا آزاده هم د طالبانو له لوري بندیان دي.

- 53
- کې خپور شو 11:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 7105
- December 6, 2023
- کې خپور شو 11:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 7105
- December 6, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 11:53 - December 6, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7105
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



