د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په تازه بدلون کې، په داسې حال کې چې آلمان په دې وروستیو کې د طالبانو سرپرست حکومت دوه استازي تایید کړي او په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ پخوانيو کارکوونکو د اعتراض په توګه استعفا ورکړې، د طالبانو سرپرست حکومت لخوا ټاکل سوي ډیپلوماتانو د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري بیا پرانېستې ده. خبري سرچینو راپور ورکړی چې د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري، چې څو موده مخکې د پخواني دولت ډیپلوماتانو لخوا تړل سوې وه، اوس د طالبانو حکومت پورې تړلي یو ډیپلومات لخوا بیا پرانېستل سوې ده. د راپورونو له مخې، مصطفی هاشمي، چې د طالبانو سرپرست حکومت لخوا ټاکل سوی، د دې قونسلګرۍ د بیا فعالولو مسئولیت په غاړه اخیستی او ټاکل سوې چې نور ډیپلوماتان هم ژر په دې دفتر کې ځای پر ځای سي. د طالبانو دوه ډیپلوماتان، مصطفی هاشمي او عاصف عبدالله، د آلمان د دولت سره په همغږۍ نه کولو سره، د اکتوبر په ۳مه، جمعه، قونسلګرۍ ته ننوتل او کنټرول یې ترلاسه کړ. د آلمان پولیس هلته حاضر وو، خو مداخله یې ونه کړه. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا قونسلګري وروسته له هغه وتړل سوه چې د جمهوریت دورې ډیپلوماتانو د آلمان د دولت له خوا د طالبانو استازو د تدریجي منلو په اعتراض کې، د قونسلګرۍ کیلي د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته د پوست له لارې واستولې او ځای یې پرېښود. تر اوسه آلمان رسمي اعلان نه دی کړی چې د طالبانو حکومت د افغانستان مشروع حکومت په توګه پیژني، خو د قونسلګرۍ د دفتر عملي تحویلۍ د طالبانو ډیپلوماتانو لخوا، په دې اړه بحثونه راپورته کړي چې آلمان ممکن خپله تګلاره د کابل حکومت په وړاندې بدله کړي. په همدې حال کې، د قونسلګرۍ پخواني کارکوونکو، د موقت قونسل حمید ننگیالای کبیر په مشرۍ، په یو ویډیو کې د ټولیزې استعفا اعلان کړی او دا اقدام یې په آلمان کې د افغان اتباعو حساسو معلوماتو ته د خطر په توګه یاد کړی. هغوی ټینګار کړی چې د آلمان پرېکړه د طالبانو د دوه استازو د تاییدولو په اړه، د منلو وړ نه ده.
- د طالبانو ډیپلوماتانو د بن قونسلګرۍ تصرف کړه
آلمان په دې وروستیو کې د طالبانو استازي تاییدکړي او د بن قونسلګرۍ پخوانيو کارکوونکو استعفا ورکړې، د طالبانو لخوا ټاکل سوي ډیپلوماتانو د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري بیا پرانېستې ده.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151651
۴ ساعتونه مخکی
شماره خبر 151651
منتشر شده در 1:32 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی