ناتایید شوي سرچینې ادعا کړې، چې ګلبدین حکمتیار چې د سراج حقاني تر څارنې لاندې وو، پاکستان ته تښتېدلی دی. دغو سرچینو تایید کړې چې حکمتیار لومړی لغمان او کونړ او بیا پاکستان ته ولاړ. دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې حکمتیار څه موده وړاندې په کابل کې له ناستې منع شوی او په کور کې نظر بند وو. باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د حزب اسلامي اړوند د بریا شبکې فعالیت بند شوی، د حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم په خپله ایکس پاڼه کې د سرپرست حکومت پر ضد سخت انتقادي پوسټونه خپاره کړي وو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10818
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10818
منتشر شده در ۱۵:۲۰ - میزان ۱۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email