د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل: د ازادۍ نعمت دې داسې باید وي چې بیا له داسې امتحان سره مخ نه شو. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي چې د امان الله خان په دوره کې د ازادۍ او نورو تاریخي مسایلو په اړه بحث ته اړتیا نشته. سراج الدین حقاني وویل چې د طالبانو په دوره کې “اسلامي او ملي” ازادي ځانګړې ده. د سرطان د میاشتې په پیل کې طالبانو د تورخم په دروازه کې د شاه امان الله په انځور باندې رنګونه شیندل او خراب کړل. بیا د سرطان په ۱۶مه دې ډلې په تورخم کې د شاه امان الله د انځور پر ځای خپل بیرغ نصب کړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10140
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10140
منتشر شده در ۱۲:۰۹ - اسد ۲۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email