د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سراجالدین حقاني د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې ویلي چې د افغانستان حاکمیت غواړي د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې او رغنده اړیکې ټینګې کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په دې مراسمو کې ټینګار کړی چې افغانستان له هېڅ هېواد سره د تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی، خو د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت دفاع خپل مسلم حق ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې حقاني تر دې وړاندې، په کابل کې د طالبانو د پولیسو د ۹۰۰ نويو جذب سويو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې ویلي وو چې د دې ډلې حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی او اجازه به ورنه کړي چې کومه ډله د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد ګواښ رامنځته کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په هماغو مراسمو کې ویلي وو چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه ادعاوې کوي، خو طالبان د خپلو ژمنو پر بنسټ عمل کوي او «هېڅ ډلې ته اجازه نه سته چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد اقدام وکړي.»
په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق دار، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې د کارونې د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د وروستیو دریځونو هرکلی کړی دی.
هغه د سراجالدین حقاني څرګندونو او د افغان علماوو پرېکړهلیک ته په اشارې ویلي دي: «دا هماغه څه دي چې موږ یې غواړو.»
اسحاق دار همدارنګه ټینګار کړی چې پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لاره د خپلې خاورې له لارې پرانیستې ساتلې او دا بهیر به همداسې دوام ولري.




