زلمی خلیلزاد له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې سرحدي نښتې ودروي

زلمی خلیلزاد از طالبان و پاکستان خواست که به درگیری‌های مرزی پایان دهند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ زلمي خلیلزاد په طالبانو او پاکستان غږ وکړ چې سرحدي نښتې پای ته ورسوي او د ډیپلوماسۍ لاره تعقیب کړي.

هغه له دواړو خواوو وغوښتل چې یوې موافقې ته ورسیږي ترڅو د دوی خاوره د یو بل پر ضد ونه کارول شي.

په عین حال کې، پاکستان اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت د قانع کولو لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

اسلام آباد د پاکستاني وسله والو سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بریدونه ودروي.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه رییس: د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د ښځو له حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه