زلمی خلیل‌زاد: د ملکي خلکو وژل حل لاره نه ده

زلمی خلیل‌زاد، د پاکستان وروستي هوايي بریدونه چې په خوست، کنړ او پکتیکا کې سوي، په کلکه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې پوځي فشارونه سیمه د لا پراخ بحران پر لور بیايي او باید د ډيپلوماسۍ له لارې حل سي.
زلمی خلیل‌زاد: د ملکي خلکو وژل حل لاره نه ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه د اندېښنو له ډېرېدو سره، زلمی خلیل‌زاد د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړې استازی، د پاکستان هغه وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي چې په خوست، کنړ او پکتیکا کې ترسره سوي دي. د راپورونو پر بنسټ، د تیرې شپې په برید کې چې د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ د «مغلګي» په سیمه کې سوی، نهه ماشومان او یوه ښځه وژل سوي او په کنړ او پکتیکا کې هم څلور ملکي وګړي ټپیان سوي دي. خلیل‌زاد د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو لیکلي دي: «د ملکي خلکو وژل او سیمه د پراخې جګړې لور ته هڅول، د افغانستان او پاکستان د اختلافاتو حل نه دی.»

هغه ټینګار کړی چې باید د پوځي اقدامونو رښتینی ډيپلوماسۍ او دوامدار تعامل بدیل وټاکل سي. هغه همدارنګه د نوو منځګړیتوب هڅو د پیل خبر ورکړی او ويلي یې دي چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی به ډېر ژر اسلام‌آباد او احتمالاً کابل ته سفر کوي څو د یوه دوه‌اړخیز توافق پر جوړېدو کار وکړي؛ داسې توافق چې له مخې به هېڅ هېواد اجازه نه لري خپله خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول سي. د خلیل‌زاد په وینا، په دې طرحه کې ټاکل سوې چې په انقره کې د ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان د استازو په ګډون یو ګډ د څار او رسېدګۍ مرکز جوړ سي، څو د هر احتمالي توافق د پلي کېدو بهیر وڅاري او اداره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x