د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ زلمی خلیلزاد، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي نن شنبه، د سنبلې په ۲۹مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه یادداشت کې لیکلي چې د بندیانو او یرغملانو خوشې کول د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا تر ټولو لوی خنډ دی.
هغه ټینګار وکړ: «دا موضوع باید په چټکۍ سره حل سي، ځکه د اړیکو ښه کېدل کولای سي دواړو لورو ته د پام وړ ګټې ولري.»
خلیلزاد روښانه کړه چې د امریکا له نظره، اساسي لومړیتوب د ترورېزم پر وړاندې مبارزه ده، او د طالبانو له نظره، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ننګونې د دې مسئلې د حل لپاره مهم دلیل بلل کېږي.
ویل کیږي چې نوموړی تر دې وړاندې، د سنبلې په ۲۲مه، له آدام بولر، د یرغملانو په چارو کې، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سره کابل ته سفر کړی و. د دې سفر اساسي محور په افغانستان کې د امریکایي یرغملانو د خوشې کېدو هڅې بلل سوې وي.