د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، زلاله هاشمي، چې له څو میاشتو راهیسې یې درک نه لګېده، اعلان کړی چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر اوسیږي او بشپړه روغتیا لري.
زلاله هاشمي د پنجشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۲۷مه، له رسنیو سره په مرکه کې ټینګار کړی چې له افغانستان څخه وتل یې یو بشپړ شخصي تصمیم و او په دې پرېکړه کې هېڅ شخص، اداره او یا مرجع ښکېله نه وه.
د روان کال د جوزا په میاشت کې د دې هنرمندې نادرکه کېدل، د هغې د مینهوالو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ پراخې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي وو. هغه مهال د نوموړې د تښتول کېدو په ګډون بېلابېلې اوازې هم خپرې سوې وې.
خو شاوخوا شپږ میاشتې له بېخبرۍ وروسته، زلاله هاشمي د ښځو د حقونو فعاله او نامتو سندرغاړې آریانا سعید سره اړیکه نیولې او هغې ته یې د خپل ژوندي پاتې کېدو او روغتیا ډاډ ورکړی؛ هغه موضوع چې د ډېرو اټکلونو او ګومانونو پای ته یې ټکي کېښود.



