زرغون بهیر: د پاکستان دریځ د عملي ګامونو پرته شکمن دی

زرغون بهیر چې مشري یې امرالله صالح کوي، د پاکستان پر تازه ادعاوو نیوکه کړې او ويلي يې دي چې اسلام‌آباد په تېرو ۲۶ کلونو کې د طالبانو هر اړخیز ملاتړ کړی، خو اوس بې له هر ډول عملي اقدامه یوازې د «رژيم د بدلون» خبرې کوي؛ هغه چلند چې دغه جریان یې «مشکوک» بولي.
زرغون بهیر: د پاکستان دریځ د عملي ګامونو پرته شکمن دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ زرغون بهیر وايي پاکستان په اوږدو کلونو کې طالبانو ته لوژستیکي، پوځي او روزنيز ملاتړ برابر کړی، خو تل یې له دې حقیقت انکار کړی دی. د دې جریان په خبره، اسلام‌آباد اوس هم بې له عملي ګام څخه یوازې د رژيم د بدلون په اړه اعلامیې خپروي، چې دا کار ډېر شکمن ښکاري.

زرغون بهیر په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: «پاکستان په تېرو ۲۶ کلونو کې له طالبانو ملاتړ کړی او تراوسه یې هېڅ عملي اقدام نه دی کړی، خو هره ورځ اعلامیې خپروي او د رژيم د بدلون خبرې کوي. ولې؟ موضوع ډېره مشکوکه ده.» په پای کې دغه جریان لیکلي: «وایی چې د غوغا جوړوونکی سړی جګړې ته زړه نه وي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x