ریچارډ بېنټ: افغانستان د کډوالو د ستنېدو لپاره خوندي نه دی

ریچارډ بېنټ، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، خبرداری ورکړی چې افغانستان په اوسني حالت کې د ډېرو افغان کډوالو د ستنېدو لپاره خوندي نه دی او د هغوی جبري ایستنه کولای سي جدي انساني پایلې ولري.
ریچارډ بېنټ: افغانستان د کډوالو د ستنېدو لپاره خوندي نه دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ریچارډ بېنټ ویلي چې افغانستان دا مهال د پاکستان او نورو هېوادونو څخه د ډېرو افغان کډوالو د ستنېدو لپاره خوندي نه دي .

نوموړي دا خبرې د پاکستان د لاهور ښار په «اسما جهانګیر کنفرانس» کې کړې دي او ویلي یې دي چې افغانستان ته ستانه سوي ماشومان له سختو شرایطو سره مخ سوي، ځکه چې د زده‌کړې لاسرسی پری قطع سوي دي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی حالت ته په کتو، له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل د ستنېدونکو د امنیت، هوساینې او راتلونکې په اړه جدي اندېښنې راولاړي کړی دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي همدارنګه ټینګار کړی چې ډېرو هغو کسانو چې له پاکستانه ستانه  سوي، هېڅکله یی  افغانستان نه دی لیدلی او ټول عمر یې په پاکستان کې ژوند او کار کړی دی.

د بېنټ په وینا، د افغان کډوالو کوربه‌توب د ټولنیز او اقتصادي وضعیت له پلوه د ستاینې وړ کار دی؛ خو د کډوالو ستنېدل باید په غوره حالت کې په خپله خوښه او د باعزته بهیر له لارې ترسره سي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تېر میلادي کال د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړه او له یو نیم میلیون څخه ډېر افغان کډوال یې افغانستان ته ستانه کړل.

سره له دې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم روان دی او د طالبانو له لوري د ورکړل سویو شمېرنو له مخې، هره ورځ له زرو څخه ډېر کسان له پاکستانه ایستل کېږي او افغانستان ته داخلېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x