د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۰ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴ مه غونډه کې وویل چې طالبان په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
بینیټ وویل، طالبانو د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو حقونه، په شمول د تعلیم، کار، جامو او په ټولنه کې د هغوی ظاهري بڼه تر پښو لاندې کړي دي.
هغه زیاته کړه، طالبانو پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو په لګولو سره هغوی په ټولنه کې له بشپړ ګډون څخه بې برخې کړي دي.