د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د دغه هېواد په دننه او بهر کې له ورزشي بنسټونو وغوښتل چې د افغان ورزشکارانو ملاتړ وکړي. هغه وويل، چې افغان ښځې او نجونې په ورزشي سياليو کې د ګډون حق لري او د پاريس د المپيک او پارالمپيک په سياليو کې د افغانستان د تکړه او الهام بخښونکو ښځو او نارينه وو د ګډون په تمه دي. تېره ورځ د افغانستان د المپیک د کمېټې ویاند، چې اوس د طالبانو په ولکه کې ده، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چی دا کمیټه هغه درې میرمنې په رسمیت نه پیژني چې د پاریس په المپیک کې یې برخه اخیستې وه او یوازې درې نارینه یې د افغانستان استازیتوب کوي.

- 44
- کې خپور شو 1:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 9416
- July 10, 2024
- کې خپور شو 1:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 9416
- July 10, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 13:18 - July 10, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9416
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



