د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې ریچارد پایبوس د دې هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل سوی دی. ټاکل سوې ده چې پایبوس د مارچ په میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د سیالیو له پیل مخکې په رسمي ډول له لوبغاړو سره یوځای سي.
ریچارد پایبوس د کرکټ په نړیوال ډګر کې یو پېژندل سوی روزونکی او اجرائیوي مدیر دی او د ملي لوبډلو په مشري او د لوړ فعالیت د مسلکي جوړښتونو په طرحه او تنظیم کې پراخه تجربه لري.
هغه مخکې د ویسټ انډیز د کرکټ د لوبډلې د روزونکي او اجرائیوي مدیر په توګه کار کړی او د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د لوبډلې د لوړ فعالیت د برخې مسؤل و. د پایبوس د کار په موده کې ویسټ انډیز وکولای سول چې په ۲۰۱۶ کال کې د نارینهوو، ښځو او تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلو د نړیوال جام اتلولۍ په یو تقویمي کال کې وګټي؛ دا هغه لاسته راوړنه وه چې نوموړی یې د نړۍ له وتلو روزونکو څخه کړ.
پایبوس همدارنګه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د روزنې تجربه لري او په ۱۹۹۹ کال کې یې د پاکستان لوبډله د کرکټ د نړیوال جام پایلوبې ته رسولې وه. دغه پراخې تجربې ښايي چې هغه کولای سي د مسلکي جوړښت او تخصصي مدیریت له لارې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوالو بریاوو پر لور رهبري کړي.



