د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ریچارد بینټ، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکی، ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري حقونو د ښه کېدو لپاره اړینه ده چې قطر او د نړیوالې ټولنې نور غړي له اوسني حاکمیت سره په هدفمند، حساب ورکوونکي او منظمه توګه تعامل ته دوام ورکړي.
هغه د قطر د سولې د هڅو، د بشري مسایلو د اسانتیا او د جنسي برابري د ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل چې له افغان حکومت سره تعامل باید د بشري حقونو پر اصولو او د خلکو د غوښتنو، په ځانګړې توګه د ښځو، انجونو او قربانیانو پر حقونو ولاړ وي.
بینټ د ښځو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي، د سختو محدودیتونو او د اندېښمنو راپورونو چې یو یې د خوست پیښه ده چې د ماشوم په واسطه اعدام ترسره سوې، ژوره اندېښنه څرګنده کړه. هغه غوښتنه وکړه چې دا پېښې باید بېطرفه، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل سي.
د ده په وینا، تر اوسه له ۲.۷ میلیونو ډېر افغان مهاجر هېواد ته راستانه سوي چې ډېری یې له ناامنۍ، بېدلیله نیونو، شدیدې بېوزلۍ او د ښځو او انجونو لپاره له ځانګړو محدودیتونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړه چې د افغانانو لپاره د دریمو هېوادونو د بیا مېشتېدو امکانات ورځ تر بلې کمیږي، نو نړیواله ټولنه باید افغانان په داسې شرایطو کې یوازې پرېنږدي چې نه خوندیتوب لري او نه کافي ملاتړ.




