د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا په ملي ګارډ د دوو سرتېرو پر ډزو چې یو افغان ته منسوبېږي او له امله یې د افغانانو د مهاجرتي دوسیو د څېړنې بهیر درول سوی، ریچارد بنیټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، د دې پېښې د پایلو د عمومیت ورکولو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا پرېکړه «په شدّت ناعادلانه او بېمعنا» بللې ده. ریچارد بنیټ د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۶مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «د دې پېښې عامل باید ځوابورکوونکی وي، خو د یوه کس د عمل له امله د یوې ټولنې مجازات عادلانه نه ده.»
دغه څرګندونې په هغه وخت کې کېږي چې د امریکا د ملي امنیت اندېښنې زیاتې سوي، وروسته له دې چې د ډزو کوونکی د شکمن کس هویت افشا سو. رسنیو ویلي چې نوموړی رحمانالله لکنوال نومېږي، د افغانستان تبعه دی، د سیا سازمان پخوانی همکار په کندهار کې وو او په ۲۰۲۱ کال کې د متحدانو د هرکلي د عملیاتو له لارې امریکا ته تللی وو. په دې پېښه کې د امریکا د ملي ګارد دوه سرتېري سخت ټپیان سوي او د هغوی وضعیت خراب بلل سوی دی. له دې پېښې وروسته، د امریکا د مهاجرت ادارې اعلان وکړ چې د افغانانو د ټولو مهاجرتي غوښتنلیکونو څېړنه سمدستي دروي؛ دا پرېکړه د مهاجرو د حقونو د مدافع بنسټونو او د ملګرو ملتونو له انتقاد سره مخ سوې. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، هم په سخت غبرګون کې د افغان پناهغوښتونکو د ټولو دوسیو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. په همدې وخت کې، نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې د یوه کس تشدد باید د زرګونو بېګناه افغان مهاجرو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو د پلي کولو پلمه نه سي.



