د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ هممهاله له دې سره چې طالبانو په خوست ولایت کې د یو عامه اعدام سزا د تطبیق خبر ورکړی، ریچارد بنيټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، په بیړني ډول د دې ډول سزاګانو د درولو غوښتنه وکړه. د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د سهشنبې په ورځ، د قوس په ۱۱مه، په خپل ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په خوست کې د نږدې اعدام راپورونه ترلاسه کړي او هغه یې په کلکه محکوم کړي دي. هغه وویل: «عامه اعدامونه غیرانساني، ظالمانه، غیرعادي او د نړیوالو حقوقو خلاف دي.»
ښاغلي بنیټ ټینګار وکړ چې دغه ډول مجازات باید سمدستي بند کړل سي او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه او بشري حقونو بنسټونه له طالبانو غواړي چې د افغانستان پر نړیوالو ژمنو عمل وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې د طالبانو رسنیو دفتر اعلان کړی وو چې یو تن د قتل په تور د سهشنبې په ورځ په یوه ورزشي لوبغالي کې د خلکو په حضور کې اعدامېږي. د راپورونو له مخې، له ۱۴۰۰ کال راوروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د عامه اعدامونو لږ تر لږه اووه پیښې ترسره سوي دي. د بشري حقونو سازمانونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا لغوه کړي او پر ځای یې عادلانه قضایي پروسې او د مجرمینو د اصلاح لاري چارې په پام کې ونیسي.



