ریچارد بنیټ د افغان رسنیو او خبریالانو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

ریچارد بنیټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، په برلین کې د بیان د آزادۍ په درېیم نړیوال کنفرانس کې څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د رسنیو او خبریالانو ملاتړ زیات کړي.
ریچارد بنیټ د افغان رسنیو او خبریالانو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ریچارد بنیټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د افغان خبریالانو او رسنیو څخه د نړیوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه دا غوښتنه د جمعې په ورځ د بیان د آزادۍ په دریم نړیوال کنفرانس کې، چې په برلین کې جوړ سوی وو، څرګنده کړه. بنیټ چې په انلاین بڼه په دې غونډه کې ګډون کړی وو وویل، چې د بودجې او مالي سرچینو کمښت ګڼې افغان رسنۍ له جدي خطر سره مخامخې کړي او د دوی فعالیت یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې رسنۍ او خبریالان په افغانستان کې د پېښو ثبتولو، د بشري حقونو د سرغړونو د افشا کولو او د خلکو د غږ د رسولو په برخه کې حیاتي رول لري؛ په ځانګړي ډول اوس چې طالبان په پراخه کچه د رسنیو پر ازادۍ محدودیتونه لګولي دي. ریچارد بنیټ له مرسته کوونکو هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او د بیان د آزادۍ له ملاتړو وغوښتل چې د افغان رسنیو څخه خپل تخنیکي او مالي ملاتړ زیات کړي، څو دغه خپلواک غږونه چپ نه سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x