د ریاست الوزراء مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکت ملي لوبډلې پرلپسې او تاریخي بریا مو مبارک شه. د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.
په دې پیغام کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو لوبغاړو سره ولاړ دی او ژمن دی چې د تېر په څېر به د دوی د وړتیاوو لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي او موږ د کرکټ اتلانو د لا بريا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګانې کوو