د معمار پرس د خبر له مخې؛ کریسټیانو رونالډو، د فوټبال تاریخ یو له سترو ستورو څخه، د کلب نړیوال جام په اړه خبرې وکړې او خپله پریکړه یې اعلان کړه چې په سیالۍ کې برخه نه اخلي.
هغه زیاته کړه: “زما پریکړه تقریبا وروستۍ ده او زه د کلب نړیوال جام کې د ګډون اراده نه لرم. که څه هم ما په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره ډیری بلنې ترلاسه کړې دي، زما پریکړه د شخصي او مسلکي پلانونو پراساس وه.”