د معمار پرس د خبر له مخې: رومانیا او بلغاریا د چهارشنبې په ورځ د جدي په ۱۲مه په بشپړه توګه د شینګین له سیمې سره یوځای شول او اوس د دغو دوو هیوادونو اتباع کولای شي په آزاده توګه د اروپايي ټولنې په هیوادونو کې سفر وکړي. د شینګین په ساحه کې د اروپایی اتحادیې د ۲۷ غړو څخه ۲۵ هیوادونو شامل دي، په بیله بیا د آیسلینډ، لیختنشتاین، ناروې او سویس هیوادونه. په دې تاریخي ورځ رومانیا او بلغاریا د خپلو ځمکنیو پولو کنټرول لغوه کړ. د بلغاریا او رومانیا د کورنیو چارو وزیرانو په سمبولیک ډول د ډینیوب پر سیند د دوستۍ د پل پر وړاندې یو خنډ لرې کړ. دا کرښه د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو مهم ترانزیتي نقطه ده.

- 40
- کې خپور شو 1:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 115481
- January 2, 2025
- کې خپور شو 1:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 115481
- January 2, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



