روسیې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه غندلي دي

روسیې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه غندلي دي

په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له مشر سره په کتنه کې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه ظالمانه وبلل او د ژر تر ژره یې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو سختې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دغو کړنو نه یوازې د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی، بلکې د افغانانو پر بشري وضعیت یې هم ناوړه اغېز کړی دی. هغه د چاپیریال ساتنې او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس ته د طالبانو د استازو په نه بلنه یې افسوس وکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو په تېره بيا د چاپېريال ساتنې او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  د ایران د ولسي جرګې استازي د ایران او افغانستان د دواړو ملتونو پر یووالي ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x