د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لوړې سوې ترینګلتیا په غبرګون کې ویلي چې دواړو خواوو ته پکار ده د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ لاره خپله کړي. ماریا زاخارووا چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ده، په یوې خبري ناسته کې وویل: «مسکو له طالبانو او پاکستانه غواړي چې هر ډول لانجه یوازې د سیاسي، ډيپلوماتیکو او سولهییزو لارو په واسطه حل کړي.»
هغې ټینګار وکړ چې د دواړو لورو د کړکېچ دوام کولی سي د سیمې پر ثبات، په ځانګړي ډول د سویلي اسیا پر سرحدي وضعیت ناوړه اغېز وکړي، او اړتیا ده چې د کړکېچ له پراخېدو او ژورېدو مخنیوی وسي.
روسیه په داسې حال کې د منځګړیتوب او د ترینګلتیا د کمولو غوښتنه کوي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې په وروستیو اوونیو کې خورا خرابې سوې دي. د سرحدي لارو تړل، د افغان مهاجرینو جبري ایستل او همداراز د پاکستان هغه تورونه چې وایي طالبان د (TTP) ملاتړ کوي، د دې کړکېچ اصلي لاملونه بلل کېږي. تر دې وړاندې هم د ایران او روسیې حکومتونو اعلان کړی وو چې د دواړو لورو د شخړو د کمولو لپاره د همکارۍ او منځګړیتوب چمتووالی لري.



