روسیې ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر

روسیې ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن سه شنبه د ثور ۲۵مه اعلان کړه چی د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دغه هېواد په تاتارستان کې د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصاد په پنځلسمه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه تللی دی. د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغه پلاوي سفر د تاتارستان د ولسمشر، رستم مینی خانوف په رسمي بلنه ترسره شو. د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه په پنځو ورځو کې د تاتارستان په کازان ښار کې پيلېږي. تر دې مخکې د روسیې سفیر طالب چارواکو ته د کازان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

بیشتر بخوانید:  په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۶۹ زره ټنه انتقالات شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x