د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو اعلان کړی چې د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی روسیې ته تللی دی. ملا خیرخواه د روسیې د سنټ پیترزبورګ په ښار کې د « کلتورونو د اتحادیې » تر عنوان لاندې په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تللی دی. د دغه راپور له مخې، دا غونډه سبا پیلېږي او څلور ورځې به دوام وکړي. خیرالله خیرخواه یو له هغو طالب چارواکو دی چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دی. دغه کسان حق نه لري چې د امنیت شورا له اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10360
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10360
منتشر شده در ۱۶:۱۰ - سنبله ۲۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email