د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ماریا زاخارووا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، امریکا چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه په غیرمسوولانه ډول ووتله، اوس هڅه کوي بېرته خپل پوځي شتون رامنځته کړي. هغې د بګرام اډه یوه “ارزښتناکه شتمني” وبلله چې واشنګټن غواړي پرې واک ترلاسه کړي. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که طالبان د بګرام اډه ونه سپاري، نو “د بدو پایلو”سره به مخامخ سي. دغه څرګندونې د دې ښکارندوی دي چې امریکا هڅه کوي بېرته دې ستراتیژیکې اډې ته ستنه سي. د طالبانو حکومت څو ځل د هر ډول بهرني پوځي شتون سره مخالفت کړی دی. دغه دریځ د بګرام اډې د راتلونکي په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ کړکېچونه نور هم زیات کړي دي.
- د بګرام اډه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اعلان کړی چې طالبان د بګرام هوایي اډې د سپارلو لپاره د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي او د افغانستان ملي حاکمیت به وساتي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151484
۱ ورځ مخکی
شماره خبر 151484
منتشر شده در 4:32 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی