د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ آنا اوستینیوا، په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازې مرستیالې، د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان ګواښ له افغانستان څخه د مرکزي آسیا او نورو سیمو پر لور په پراخېدو دی او دا یې «یو ښکاره خطر» وباله. د ملګرو ملتونو د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، اوستینیوا ټینګار کړی چې د داعش ډله له بهرنیو جګړهمارانو څخه استفاده کوي او له هغو وسلو ګټه اخلي چې د لویدیځو ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې سوې دي.
هغې وویل: «د داعش خراسان د فعالیتونو زیاتوالی نه یوازې د افغانستان ثبات، بلکې سیمهییز او نړیوال امنیت هم ګواښي.» په دې غونډه کې د نورو هېوادونو استازو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې او یادونه یې وکړه چې د داعش او القاعده په څېر ترهګرې ډلې د نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د انټرنېټ له لارې، د خپلو خطرناکو اهدافو د پر مخ بیولو لپاره کار اخلي. استازو همدارنګه د ترهګرۍ د مخنیوي او د هغې د پراخېدو د مخنیوي لپاره پر سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ ټینګار وکړ.



