روسیه او پاکستان: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره ګواښ دي

محمد صادق، او البرت خورف، په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر ضد د ګډ تعهد ټینګار وکړ او د مسکو د څلور اړخیزو او مشورتي ناستو د چمتووالي په اړه یې خبرې وکړې.
روسیه او پاکستان: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره ګواښ دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، په اسلام آباد کې د روسیې له سفیر البرت خورف سره ولیدل او په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو او ګواښونو په اړه یې خبرې وکړې. محمد صادق د جمعې په ورځ، د میزان پر ۴مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې وویل چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د نړیوالو او سیمه‌یزو ترهګریزو ډلو پر ضد ګډ تعهد ولري. هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد او مسکو د سیمې د ثبات او امنیت د ساتنې او د افراطیت د پراختیا د مخنیوي لپاره د نږدې همکارۍ اړتیا منلې ده. د پاکستان ځانګړي استازي همدارنګه وویل چې په دې ناسته کې د څلور اړخیزې ناستې د جوړېدو د چمتووالي په اړه خبرې سوې دي، چې پکښې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان، روسیې، چین او ایران ځانګړي استازي برخه لري، او همدارنګه د افغانستان په اړه د مسکو د اوومې مشورتي ناستې په اړه هم خبرې وسوې. د هغه په وینا، دواړه ناستې ټاکل سوې د اکتوبر په میاشت کې په مسکو کې ترسره سي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستاني او روسي چارواکو له خوا په وروستیو میاشتو کې څو ځله د افغانستان د ترهګریزو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستانی طالبانو غورځنګ او د داعش خراسان څانګې، د فعالیتونو او شتون په اړه اندېښنې څرګندې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه