د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ریابکوف د تاس خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې ځینې مخکښ اروپايي هیوادونه د اوکراین په کړکیچ کې د سولې د ترلاسه کولو اصلي خنډ ګرځیدلي دي.
هغه وویل چې دا هیوادونه نه یوازې د کییف د پوځي او وسلو اقداماتو ملاتړ کوي، بلکې د غلطو او پاروونکو تبلیغاتو سره د سولې د خبرو اترو لاره هم ګډوډوي.