روسي استازی: په افغانستان کې سقوط به په سیمه کې ډېرې منفي اغیزې ولري

روسي استازی: په افغانستان کې سقوط به په سیمه کې ډېرې منفي اغیزې ولري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د دغه هېواد هر ډول سقوط به په ټوله سیمه کې ډېرې منفي اغېزې ولري. د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له روسیې تلویزیون ۲۴ چینل سره په خبرو کې وویل: موږ باور لرو چې د طالبانو حکومت پر هېواد (افغانستان) دوامداره کنټرول لري. دا زموږ لپاره بنسټیز اهمیت لري، ځکه چې د افغانستان هر ډول سقوط به په ټوله سیمه کې ډیرې منفي اغیزې ولري. د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې روسي چارواکو په خپلو څرګندونو کې د افغانستان پر مسايلو ډېر بحثونه کړي او له کابل سره يې د دغه هېواد د اړيکو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده. تېره اوونۍ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کابل او مسکو ترمنځ د اړيکو پر ټينګېدو ټينګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  طالبان او په دولتي ادارو کې له کارکوونکو د عقیدي ازموينه؛ لس نمرې هغو کسانو لپاره چې سیرت او څېره يې له "سنت" سره برابره وي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x