د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان په اړه د “مسکو فارمټ” غونډه به د جون په اتمه (شنبه د جوزا ۱۹مه) په تهران کې جوړه شي. کابلوف زیاتوي چې دا غونډه به د روسیې، ایران، پاکستان او چین د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي. د روسيې د استازي په وينا، په دې غونډه کې به د دوحې د راتلونکې غونډې لپاره پر چمتووالي تمرکز وشي. د مسکو په پخوانۍ غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله توکمیز او سیاسي حکومت پر جوړولو بحثونه ډېر شوي وو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8926
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8926
منتشر شده در ۱۲:۱۹ - جوزا ۱۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email